IQNA

 د سعودي عربستان په کتابتونونو کې د اسلامي نسخو خطي خزانه

5:29 - September 01, 2025
د خبر لمبر: 3491630
ایکنا - سعودي عربستان  په تيرو ۵۰ کلونو کې د قرآن د  اصلي نسخو خطي په غونډولو، ترمیم او د هغو  لپاره د چاپي فهرستونو په خپرولو کې ډېرې هڅې کړې دي.

 ایکنانیوز د نون پوست له قوله راپور راکړی، رنده عطیه د سعودي عربستان په کتابتونونو کې د موجودو اسلامي خطي نسخو په اړه په یوه راپور کې لیکلي، سعودي عربستان د اصلي خطي نسخو په راټولولو، ترمیم او د هغوی لپاره د چاپي لیسټونو په خپرولو کې ډېرې هڅې کړې دي.

 سعودي عربستان د خطي سندونو او نسخو  ساتنې  ته ډېر اهمیت ورکوي، ځکه دا آثار لوړ میراثي ارزښت لري او د دې ټاټوبی  تاریخ ساتي. له بلې خوا، دا  خطي نسخې  په سیمې کې د دغه هیواد  تمدني رول پیاوړی کوي.

کتابخانه‌های عربستان؛ گنجینه‌ای از نسخ خطی اسلامی

په تېرو دوو لسیزو کې، ریاض د  خطي نسخو  د ساتنې او   د نړئ له بېلابېلو سیمو  څخه د  ټولولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي او په دې لاره کې ئې د دغو خطي نسخو  د آرشیف او ساتنې لپاره ځانګړي مرکزونه تاسیس کړي. د ملک فهد ملي کتابتون، د ملک عبدالعزیز کتابتون، د ملک فیصل د تحقیقاتو او مطالعاتو مرکز او همدارنګه د  خطي اسنادو او نسخو  ملي مرکز  په دغو څانګو کې شامل دي .

په دې راپور کې د سعودي عربستان د خطي نسخو د ترلاسه کولو او پخوانیو اسنادو د کیفیت د ساتنې او همدارنګه په دغه هیواد کې د موجودو خزانو د محتویاتو په اړه څېړنه شوې ده.

د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون د کتابدارۍ او معلوماتو علومو مرستیال استاد او په ریاض کې د ملک عبدالعزیز عمومي کتابتون د عموامي مشر مرستیال، عبدالکریم بن عبدالرحمن الزید، په یوې څېړنې کې چې د سعودي  حکومت د دیني خطي نسخو  د ساتنې په اړه ئې کړې، ویلي چې د هغه هیواد د عربي او اسلامي اصلي خطي  نسخو له ۲۷  فیصدو څخه زیات په عربي هیوادونو کې لري.

دا څېړنه دا هم څرګندوي چې ریاض د خطي  نسخو  د ساتنې لپاره په لویو سعودي کتابتونونو کې ځانګړي برخې جوړې کړې دي. همدارنګه، د خطي  نسخو  د ترمیم او ساتنې لپاره ئې د وروستي ټکنالوژۍ په کارولو سره ورکشاپونه تاسیس کړي او د زده‌کوونکو د هڅولو لپاره ئې د دغې حیاتي موضوع په اړه علمي څېړنو لپاره مطالعاتي پروګرامونه پیل کړي دي.

کتابخانه‌های عربستان؛ گنجینه‌ای از نسخ خطی اسلامی

په ریاض کې د ملک فهد ملي کتابتون یو پخوانی کلتوري مرکز دی چې لوړ مقام لري او د خطي  نسخو  لویه خزانه لري. په دغه کتابتون کې ۸۰ زره خطي  نسخې  شته چې ۶ زره اصلي  خطي نسخې  او ۷۴ زره تصویر شوې  خطي نسخې  او آرشیفونه پکې شامل دي. دا کتابتون هر کال په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونو شاهد دی چې دا ئې د سیمې په کچه یو له مشهورو زړو کتابتونونو څخه جوړ کړی دی.

د سعودي عربستان پاچاهانو دغه کتابتون ته ډېر پام کړی او مالي مرستې او ډالۍ ئې ورکړې، تر دې چې دا د سعودي میراث د ساتنې او په ځانګړي ډول د عربي او اسلامي میراث د ساتنې د دندې سمبول شو. په حقیقت کې، د وخت په تېرېدو سره، دا کتابتون، سره له دې چې نور لسګونه کتابتونونه هم  شته چې ځینې ئې د مساحت له پلوه لوي دي، په دغه هیواد کې د مور کتابتون په توګه بدل شوی دی.

کتابخانه‌های عربستان؛ گنجینه‌ای از نسخ خطی اسلامی

د دغه کتابتون  عمومي منشي  د دغو خطي نسخو د ساتنې او له  تاوانه  د ژغورلو د لارو په اړه ټینګار وکړ چې دا کتابتون د خطي نسخو  د ساتنې لپاره یو پیاوړی سیسټم لري. همدارنګه، دا یو د ترمیم او ضدعفوني مرکز لري چې په سیمې کې له غوره مرکزونو څخه شمېرل کیږي. پر دې  سربیره ،په دغه کتابتون کې مناسب اداري او کتابتوني سیستم شته چې د دغه ستر میراث کارول پرته له زیان رسولو ممکن کوي.

د ملک فهد ملي کتابتون له پرانیستلو یوازې یو کال وروسته، د سعودي عربستان پاچاهانو په ۱۴۰۸هـ/۱۹۸۷م کال کې د ملک عبدالعزیز عمومي کتابتون د جوړولو پریکړه وکړه. دا کتابتون، چې پرمختللو تخنیکي وسایلو او میکانیزمونو باندې  سمبال شوی و، ټاکل شوې وه چې د سعودي میراث د ساتنې او  خطي نسخو  د زیان او ویجاړۍ پر وړاندې د ساتنې لپاره یو نوی  پلیټ فارم شي.

دا کتابتون له ۱۲ زرو څخه زیاتې خطي  نسخې  لري، چې پکې ۶۵۰۰ اصلي خطي  نسخې  شاملې دي. همدارنګه، دا کتابتون د دې سترې خزانې په ډیجیټل بڼه بدلولو کې بریالی شوی  څو د څېړونکو، لوستونکو او مینه‌والو لپاره ئې مطالعه او لاسرسی اسانه شي. له دوو میلیونو پاڼو څخه زیاتې ددغو خطي  نسخو ډیجیټل شوي او په آنلاین بڼه د لاسرسي وړ دي، چې په دې توګه د سعودي  دداخل  او بهر څېړونکو لپاره د دې  خطي نسخو لاسرسی اسانه شوی دی.

نور کتابتونونه هم شته چې دا پخوانی میراث په خپل ځای کې لري، لکه د ملک فیصل د تحقیقاتو او مطالعاتو اسلامي مرکز، چې له ۲۸ زرو څخه زیاتې خطي نسخې  لري، چې د دویمې او څوارلسمې هجري قمری پېړۍ ترمینځ تاریخي دوران  پکې شامل  دی. دا مرکز په وروستیو کې د ساتنې، ترمیم او ډیجیټل تصویر اخیستنې د وسایلو په برخې کې د پرمختګونو شاهد دی، او برسېره پر دې، د خطي نسخو او د هغوی د تاریخي او کلتوري ارزښت د معرفي کولو او روښانه کولو په موخې سره  ئې ګڼ نندارتونونه جوړ کړي، او د  خطي نسخو له زیان څخه د ساتنې او د هغوی د اعتبار د هر ډول خطرې په وړاندې د ساتنې لپاره ئې نوښتګرې لارې وړاندې کړې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4287192

captcha